IQNA

په حسینی حرم کې د غدیر د اختر درې ورځنی  جشن ترسره کیږي

14:49 - June 24, 2024
د خبر لمبر: 3489425
ایکنا – د حضرت امام حسین علیه السلام  دمقدس آستان دارالاءنشاء  په حسینی حرم کې تر درو ورځو پورې  د غدیر خم د نیکمرغه اختر د ترسره کیدا د  مقدماتو د بشپړتیا  خبر ورکړی دی.

ایکنانیوز د امام حسین(ع) دمقدس آستان د خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د حسینی مقدس آستان د اهل بیت(ع) دمناسبتونو او جشنونو د مرکزی کمیټې مشر علی کاظم سلطان ووئیل؛ دغدیر د  نیکمرغه اختر په مناسبت ددغه مقدس آستان تر درو ورځو پورې جشنونه ترسره کوي چې له ننه پیل شوي او تر بل سبا پورې به دوام ولري.

هغه زیاته کړې ده ،په دغه جشن کې  حسینی مقدس آستان ته د مبارکۍ او تهنیّت  د وړاندې کولو لپاره د ځينو حکومتی  ا ورګانونو د مسئولانو زیارت کول،دغدیر به شپه د غدیر د  نیکمرمغه اختر د بیرغ پورته کول، د شپې دشعرونو محفل ترسره کول او په عتبات مقدس کې  د مداحۍ او نعتونو د پروګرام اجرا شامله ده.

 دحضرت امام حسین علیه السلام د مقدس حرم دغه کلتوری مسئول ووئيل؛ په دغه جشن کې دغه راز  د حسینی خطیبانو دزده کړې د محصیلینو دستورې، او له کربلا معلی  څخه ورتیر په ځينونورو ولایتونو کې د جشن ترسره کیدا او دغه راز غوره کسانو ته د ډالیو وړاندې کول هم شامل دي.

د وئیلو ده د  امام حسین علیه السلام د مقدس آستان  صحن او نور هالونه  د نیکمرغه غدیر اختر  ،عید الله اکبر په مناسبت  د شنو لیکلو  پرَدو سره پوښل شوی دی.

 

https://iqna.ir/fa/news/4222839

 

captcha